Summary: فراه کې تازه د ۹۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د فراه ـ فراهرود سړک د دویمې لایې د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت ټولګټو رئیس مولوي محمدولي ادریس باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک ۶۱ کیلومتره اوږدوالي لري او د لایې ضخامت یې ۲۹ سانتي متره دی.نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک رغنیزې چارې به د ۱۶ میاشتو په موده کې په معیاري ډول بشپړې شي.ځايي مسوولینو د دغې پروژې پلي کېدل د ترافیکي پېښو او ګڼې ګوڼې د کمېدو او د تګ راتګ اسانتیا یاده کړې او له ځايي خلکو یې غوښتي چې خپله همکاري ونه سپموي.یو شمېر موټرچلوونکو د دې پروژې د چارو له پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یاد سړک په رغېدو سره به سوداګریز فعالیتونه چټک او ترانزيټي لګښت به را کم شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
فراه کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې
Sources
Afghan sources
فراه کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې