د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وايي، افغانان باید د وسلهوالې جګړې پر ځای فکري مبارزې ته لومړیتوب ورکړي؛ ځګه وسلهوالې جګړې یوازې د جګړهمارو لوری او ځای بدلوي او د هېواد بنسټیزې ستونزې نهشي حل کولی. شهباز شریف د دوشنبې په ورځ وویل، چې د یادې پروژې د ګډې امکانسنجۍ د مطالعې ژر بشپړېدل او د شته څو ډوله ترانسپورتي لارو پراخ استعمال اړین دی. هغه دغه رېلپټلۍ د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلونې د پراختیا او پاکستان بندرونو ته د ازبکستان د لاسرسي لپاره مهمه پروژه وبلله. درې واړه هېوادونو د تېرکال په چنګاښ میاشت کې د یادې پروژې د ګډې امکانسنجۍ د ترسره کولو پر سر هوکړه کړې وه؛ خو د رېلپټلۍ د جوړولو عملي کار لاتراوسه نهدی پیل شوی. تر دې وړاندې د ازبکستان د ترانسپورټ وزارت مرستیال ویلي و، چې د ټرانس-افغان رېلپټلۍ د جوړولو لګښت زیات شوی او د نویو ارزونو له مخې ښايي تر ۷ مېلیارد ډالرو واوړي. د یادې پروژې لګښت مخکې شاوخوا ۴.۶ مېلیارد ډالره اټکل شوی و. دغه ټینګار داسې مهال کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې او د دواړو لورو ترمنځ تاوتریخوالی پر ډیورنډ کرښه د نښتو او په افغانستان کې د پاکستان د بریدونو لامل شوی دی. پر ډیورنډ کرښه نښتې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسلهوالې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي
منابع
Afghan sources
شاه محمود میاخېل: د افغانستان لپاره باید د وسلهوالې جګړې پر ځای فکري مبارزه پیاوړې شي