په پاکستان کې د نویو صوبو د جوړېدو پر وړاندې د سیاسي ګوندونو له سخت مخالفت سره سره، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د نویو صوبو جوړول د اوسني نظام د له منځه وړلو په مانا نه دي. راپور وايي، د کابل له سقوط وروسته د نیویارک ټایمز ادارې د خپلو افغان کارکوونکو، همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو لپاره بیړنۍ هڅې وکړې. په دې ډله کې خبریالان او ژباړونکي سربېره هغه افغانان هم شامل وو چې شاوخوا شل کاله یې د دې رسنۍ په کابل دفتر کې د پخلي، امنیت، باغوانۍ او نورو برخو کې کار کړی و. د راپور له مخې، دغه کسان له کابل هوايي ډګر څخه لومړی دوحې او وروسته مکسیکو ښار ته ولېږدول شول او په پای کې ۱۲۴ افغانانو ته امریکا ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوه. دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۱مه هوسټن ته ورسېدل. هوسټن له پخوا د کډوالو د منلو اوږده سابقه لري. د ویتنام له جګړې وروسته هم دغه ښار د زرګونو کډوالو کوربه پاتې شوی او د ۲۰۲۱ کال له افغان بحران وروسته نږدې شپږ زره افغانان په دغه ښار کې مېشت شوي دي. د هوسټن خلکو او مرستندویه ادارو د افغان کډوالو له رسېدو وروسته د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل د نویو صوبو پر جوړولو ټینګار کړی
منابع
Afghan sources
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل د نویو صوبو پر جوړولو ټینګار کړی