د افغانستان د تېلو او ګازو شرکت مسوولین وایي، پر وارداتو د هېواد تکیا او په سیمه کې روانو بدلونونو د افغانستان د تېلو او ګازو پر بیو اغېز کړی دی. د تېلو او ګازو عمومي شرکت رئیس محمدنصیر رحیمي وایي، افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برخه تېل او ګاز له ایران، ترکمنستان، روسیې، بلاروس او قزاقستان څخه واردوي. د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي له لارې د تېلو د صادراتو په مسیر کې ناامني د افغانستان د سونتوکو پر بیو هم اغېز کړی دی. رحیمي وایي، سره له دې چې د انرژۍ په نړیوال عرضه کې ستونزې رامنځته شوې دي، خو تر اوسه هېڅ هېواد افغانستان ته د تېلو او ګازو صادرات نه دي محدود کړي. هغه د تېلو او ګازو د واردولو په برخه کې د فعالو شرکتونو شمېر نږدې یوسلو شپته شرکتونه یادوي او وایي، د احتکار او د بیو د لوړوالي د مخنیوي لپاره پر بازار څارنه دوام لري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
په سیمه کې امنیتي وضعی؛ افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي
منابع
External sources
په سیمه کې امنیتي وضعی؛ افغانستان کې هم د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي