EconomyKabulافغانستانپښتو

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana… — Ariananews

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-20 08:25:50🎙 راډیو واورئ

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، چې تهران او مسکو د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لري. عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي. له دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوروف ویلي وه، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کوي. خوروف زیاته کړې وه، چې د روسیې کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولتسوف اسلام‌آباد ته د سفر پر مهال د افغانستان موضوع هم څېړلې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و. هغه ویلي، چې د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدا د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر لوري د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د امریکا بندیزونه هم خنډ بللي دي. خوروف ویلي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچ هوارېدا به د ټولې سیمې پر ګټه وي. هغه هیله څرګنده کړې، چې د ډیورنډ کرښې لارې به ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي. UK criticises Hegseth for downplaying NATO allies’ role in Afghanistan war په افغانستان اتلانو لیګ کې د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-20 08:25:50

مهالوېش

  1. Ariananews

    Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

سرچینې

Afghan sources

AriananewsPS
2026-10-20 05:46:28

Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button