د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ويلي، چې تهران او مسکو د افغانستان د مسئلو، د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ کمولو او د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په اړه ګډ نظر لري. عراقچي دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په تهران کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي. له دې مخکې په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خوروف ویلي وه، چې مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمولو هڅې کوي. خوروف زیاته کړې وه، چې د روسیې کورنیو چارو وزیر ولادمیر کولوکولتسوف اسلامآباد ته د سفر پر مهال د افغانستان موضوع هم څېړلې او روسیې په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی و. هغه ویلي، چې د ډیورنډ کرښې د لارو تړل کېدا د روسیې او د منځنۍ آسیا د هېوادونو پر لوري د پاکستان پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. دغه راز نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې د امریکا بندیزونه هم خنډ بللي دي. خوروف ویلي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د کړکېچ هوارېدا به د ټولې سیمې پر ګټه وي. هغه هیله څرګنده کړې، چې د ډیورنډ کرښې لارې به ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي. UK criticises Hegseth for downplaying NATO allies’ role in Afghanistan war په افغانستان اتلانو لیګ کې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
منابع
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News