د افغانستان اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز فصیحالدین فطرت ویلي، چې د پاکستان وروستي بریدونه د زغملو نهدي او تر اوسه یې یو برید هم بېځوابه نهدی پاتې شوی. فطرت ویلي، چې پاکستان په خپلو بریدونو کې تل ملکي وګړي پر نښه کړي؛ خو د اسلامي امارت په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نهدی اوښتی. هغه په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د حضور ادعاوې هم رد کړې او څرګندوي، چې دا ادعاوې حقیقت نهلري. د اسلامي امارت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز ټینګار کړی، چې افغانستان به هیڅ هېواد یا ډلې ته اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د هېواد امنیت او ملي واکمنۍ ته ژمن دی او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونهکارول شي. پاکستان افغانستان ته د مرستو ۲۶ کانټینرونو د ننوتو اجازه ورکړه اسپانیا او فرانسه د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدا لپاره سره مخامخ کېږي د راپورونو له مخې؛ دا کانټینرونه، چې افغانستان ته د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو یوه برخه لېږدوي، د دوشنبې پر ماښام د پاکستاني چارواکو له اجازې وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته د تېرېدا اجازه ترلاسه کړه. پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان ګمرکي چارواکو افغانستان ته د تورخم له لارې د…
Quick facts
Timeline
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
Sources
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News