د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، افغانستان زمونږ پر پرتله ښه وضعیت لري؛ ځکه، چې پاکستان له سختو ننګونو سره مخ دی. فضلالرحمن یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، پاکستان په سیمه کې منزوي شوی او له یوې خوا له خپل پخواني سیال هند او له بلې خوا له افغانستان سره کړکېچ لري. هغه ټینګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه د دواړو پر ګټه نهده او باید پای ته ورسېږي. د جمعیت علمای اسلام مشر زیاته کړې، ګوند یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره چمتو دی؛ خو د داسې بهیر د پیل لپاره باید مناسب چاپېریال رامنځته شي. هغه همداراز وایي، لویدیځ هېوادونه په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا خوښ نهدي او پاکستان باید خپلې تګلارې د هغوی د غوښتنو له مخې تنظیم نهکړي. فضلالرحمن د افغانستان پر وړاندې د پاکستان بریدونو ته په نغوته کې ویلي:« پخپله په پاکستان کې وسلهوالې ډلې شته؛ خو تاسې افغانستان بمبارډوئ. لومړی باید خپل کور سم کړئ، بیا د نورو په اړه پرېکړه وکړئ.» نوموړي زیاته کړې؛ د جګړې د توجیې لپاره د مظلومیت د ادعاوو وخت تېر شوی او د پاکستان له چارواکو یې وغوښتل، چې پخپلو تګلارو له سره غور وکړي. په کابل هوايي ډګر کې د وتلو پر مهال د پېنځه آلماني سرتېرو غلا تر څېړنې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Ariananews
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News
سرچینې
Afghan sources
Afghanistan News Today – Breaking News, Politics, Sports & Live Updates | Ariana News