د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د پرمختګ پر لور روان دی. نوموړي ادعا کړې چې د طالبانو په واکمنېدو سره نشهيي توکي له منځه تللي، شاوخوا اته میلیونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او د بیارغونې چارې روانې دي. قوشتیپه کانال د بلخ له امو سیند څخه پیلېږي او د جوزجان او فاریاب له لارې تر اندخوی ولسوالۍ غځېږي. دا پروژه چې بنسټیزه طرحه یې د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال وړاندې شوې وه، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته د طالبانو حکومت له لومړیتوبونو څخه وګرځېده. د استانه ټایمز راپور له مخې، کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او ۸،۵ متره ژوروالی لري. طالبان وايي، د پروژې لګښتونه د ګمرکونو او مالیاتو له عوایدو تمویلېږي او د کیندنې چارې نږدې بشپړېدو ته رسېدلې دي. خو د منځنۍ اسیا یو شمېر هېوادونه اندېښنه لري چې د کانال بشپړېدل به د امو سیند د اوبو د وېش انډول بدل کړي او د دوی پر کرنه او اوبو رسولو به مستقیم اغېز وکړي. ازبکستان، چې پراخه کرنیزې سیمې یې د امو سیند پر اوبو متکي دي، تر ټولو ډېر اغېزمن هېواد بلل کېږي. د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې خبرداری ورکړی و چې افغانستان ښايي هر کال شاوخوا څلور میلیارده مکعب متره اوبه…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
حنفي: افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د «پرمختګ پر لور» روان دی
منابع
Afghan sources
حنفي: افغانستان له تپل شویو جګړو وروسته د «پرمختګ پر لور» روان دی