Summary: د نیمروز ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د څه باندې ۲۵۰۰ مهاجرو کورنیو لپاره د ۱۵۰۰ جریبه ځمکې د وېش لړۍ پیل شوې ده. د جوړو شویو مراسمو پر مهال د نیمروز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس ملا عبدالله ریاض وویل، چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم پر بنسټ، د دې ښارګوټي په لومړي پړاو کې هغو مهاجرو کورنیو ته ځمکې وېشل کېږي، چې په تېرو دوو کلونو کې هېواد ته راستنې شوې دي، څو د دایمي استوګنې زمینه ورته برابره شي. په همدې حال کې، د نیمروز د ښار جوړونې او کور جوړونې رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وویل، چې د دې طرحې په دویم پړاو کې د مهاجرینو د ښارګوټي د پراختیا لپاره شاوخوا ۸۵۰۰ جریبه نوره ځمکه هم په پام کې نیول شوې ده. د هغه په وینا، د مهاجرینو نوی ښارګوټی د نیمروز ولایت له مرکز زرنج ښار څخه شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره واټن کې، د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعیت لري. دغه ښارګوټی ۱۲۰ بلاکونه لري، چې په هر بلاک کې ۵۰ استوګنیزې نمرې شاملې دي. د یاد ښارګوټي په طرحه کې د جوماتونو، روغتیايي کلینیکونو، ښوونځي او سړکونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي. ټاکل شوې، چې هرې مهاجرې کورنۍ ته شاوخوا ۵۰۰ متره مربع ځمکه ووېشل شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
نیمروز کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه
Sources
Afghan sources
نیمروز کې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې ښارګوټي د جوړولو په لومړي پړاو کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوه