غزل ۲
Boorjal Poetry Archive
غزل ۲
1
خط پر مخ د صنم راغی کـــــه سپوږمۍ شوه په هاله کې
دا ېې غاښ په خوله کې زيب کا که ژاله شوه په لاله کې
2
هسې رنګ ســـحر او جادوکــړي بـــه نظر د شهلا سترګو
نه يې سيال په هنـدکـې شـته دی نه ثاني په بنګـاله کې
3
لــکه ونـــــښلي مــرغــۍ پــــه سســت دام دســـلو لومو
هسې رنګ پـريـــشانـه زلفو کښيــــويستم په کشاله کې
4
دا زما له غمه شيـن زړه پــه کــی خــــيـال ديار د شونډو
هسی رنګ زيب و زينت کا لکه می پـــه شنـــه پياله کې
5
ما ويـل عيـــن ګــــڼه ګــــل دی د غنچې په لمن نغښتی
که مې کوت يو ګل اندام و پـــروت په سبزه دوشاله کې
6
ښکلی مخ کــــــړې ولـــــــې نـــاسته په مجلس د رقيبانو
په جّوار د سپــيونــــه وي هيــــــــڅ ارام پـــه غـزاله کې
7
سر تـر پـــــــايـــــه غم د هجر لکه نی سوری سوری کړم
ځکه يم مدام دا هسـې رنـــــګ پــــه آه اوپــه نــــاله کې
8
که يار غواړې هـــومـــره ژاړه څـــو درځي عبدالحميده
دا په دا چې دُر مونده شي په دريـاب نـــــه پـه نــاله کې
غږ، ویډیو او لوستل
0د دې شعر غږيزه يا ويديويي برخه لا نه ده زياته شوې. وروسته به د هنرمندانو لوستل، راډيويي برخه، يا ويديو دلته راځي.
څېړنه او شرح
0د دې شعر لپاره شرح، علمي يادښت يا څېړنه لا نه ده تړل شوې. دا برخه د راتلونکو علمي کارونو لپاره خوندي ده.
ژباړې
0د دې شعر ژباړه لا نه ده خپره شوې. د اداري ډلې لپاره د ژباړې مسوده وروسته له همدې ځایه تړل کېدای شي.
د نقل او حوالې لپاره
نامعلوم شاعر، د حمید بابا دیوان، غزل ۲، Boorjal Poetry Archive، https://boorjal.com/poetry/unknown-poet/hm-diwan-gh-001-2/
Please cite Boorjal when sharing this poem. This archive supports Pashto literature and cultural preservation.