Englishافغانستانامنیتغور

اتمر: د پاکستان بریدونه پر ملي حاکمیت تیری دی، چوپتیا د منلو نه… — Amu TV

DevelopingSecurityغور1 SourcesUpdated: 2026-11-02 08:42:01🎙 Listen to radio

د افغانستان پخواني ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه رسمي اعلامیه کې د هېواد د ملي حاکمیت، سیاسي خپلواکۍ، د خلکو د اساسي حقونو او تلپاتې سولې پر ملاتړ ټینګار کړی دی. اتمر په دغه اعلامیه کې، چې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه خپره شوې، په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو سیاسي شخصیتونو په نوم د خپرو شویو لیکونو په اړه څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې ددغو لیکونو د اصالت، لیکوالانو او محتوا تر روښانتیا مخکې باید د هغو په اړه له قضاوت څخه ډډه وشي. نوموړي ویلي، د افغانستان د سیاسي کړکېچ د حل تر ټولو غوره لار د بین‌الافغاني خبرو اترو، سیاسي تفاهم او د یوه مشروع سیاسي نظام رامنځته کول دي. اتمر د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ساتنې ټینګار کړی او د پاکستان وروستي هوايي بریدونه یې غندلي دي. هغه ویلي، د افغانانو د ژوند اخیستل او د هېواد پر ملي حاکمیت تېری د منلو وړ نه دي. نوموړي همداراز د طالبانو پوځي اقدامات او د جګړې د پراخېدو خطر د افغانستان د خلکو او سیمې د سولې او امنیت پر وړاندې ګواښ بللی دی. اتمر له طالبانو، امریکا او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د کړکېچ د سوله‌ییز حل، د بین‌الافغاني خبرو اترو…

Quick facts

Locationغور
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-02 08:42:01

Timeline

  1. Amu TV

    اتمر: د پاکستان بریدونه پر ملي حاکمیت تیری دی، چوپتیا د منلو نه ده | آمو ټلویزیون

Sources

Afghan sources

Amu TVPS
2026-11-01 23:21:14

اتمر: د پاکستان بریدونه پر ملي حاکمیت تیری دی، چوپتیا د منلو نه ده | آمو ټلویزیون

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button