HealthKabulافغانستانپښتو

افغانستان؛ خوارځواکي د یو ميلیون ماشومانو ژوند ګواښي — Dw

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-25 13:48:00🎙 راډیو واورئ

په افغانستان کي د یونیسف استازي تاج الدین اویواله، وویل چي له دې شمېر څخه «یو ميلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکي شدیدي خوارځواکۍ» چي د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه ده، سره لاس او ګریوان دي. هغه په ​​کابل کي له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کي وویل: «که درملنه و نه شي او موږ ونه سو کړای چي چټک اقدام وکړو، نو دغه یو میلیون ماشومان د ژوند بايللو له ګواښ سره مخ دي.» افغانستان په وروستیو لسیزو کي د جګړو او شخړو له امله په وار وار د لوږې له بحرانونو سره مخ سوی دی. د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کي د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره، دغه هيواد له یوه بل اقتصادي بحران سره مخ سو. اویواله، وویل چي د وزن د کمښت او نورو روغتیايي ستونزو له امله روغتونونو ته د راوړل سویو ماشومانو ۴۰ سلنه یې شپږ مياشتني دي او هغه ماشومان چي له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، ۸۰ سلنه یې دوه کلنۍ ته نه دي رسېدلي. په افغانستان کي د یونیسف د دفتر مشر زیاته کړه چي خوارځواکي د خورا کوچنیو ماشومانو ترمنځ د مړینو شمېر په زیاتوالي کې مرکزي رول لوبوي. هغه په ​​ټول هيواد کي د تغذیې وضعیت د «لا خرابېدو» راپور ورکړ او څرګنده یې کړه چي…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-08-25 13:48:00

مهالوېش

  1. Dw

    افغانستان؛ خوارځواکي د یو ميلیون ماشومانو ژوند ګواښي

سرچینې

External sources

DwPS
2026-08-25 13:43:31

افغانستان؛ خوارځواکي د یو ميلیون ماشومانو ژوند ګواښي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button