د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د بې اسنادو افغان کډوالو پر ضد د عملیاتو له دوام سره هممهاله، د بلوچستان د مرکز کوټې چارواکي وایي چې د روانو اعتراضونو او امنیتي وضعیت له امله تر اوسه په ښار کې د افغان کډوالو پر ضد منظم عملیات نه دي پیل شوي. د لنډي کوتل د حمزه بابا د لنډمهالي کمپ چارواکي وایي، په دې وروستیو ورځو کې هره ورځ له ۱۰ زرو ډېر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوړي. د چارواکو په وینا، دا شمېر د مې او جون میاشتو په پرتله نږدې درې برابره زیات شوی او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نور هم لوړ شي. د پاکستان حکومت ټولو افغان وګړو ته چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د جولای تر ۱۰مې د بېرته ستنېدو مهلت ورکړی دی. ملګرو ملتونو د پاکستان له حکومته غوښتي چې هغه افغانان، چې نړیوالې ساتنې ته اړتیا لري، په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، قومي او مذهبي لږکي او نور زیانمن کسان، په جبري ډول افغانستان ته ستانه نه کړل شي او د هغوی ستنېدل دې داوطلبانه، خوندي او باعزته وي. بلخوا، د لنډي کوتل د مرستیال کمېشنر دفتر ویلي، چې پرون د حمزه بابا مزار ترڅنګ له جوړ شوي لنډمهالي کمپ څخه د ۴۹۵ افغان کورنیو ټول ۲۲۹۶ غړي د تورخم…
Quick facts
Timeline
-
AF International
افغان کډوال: په پاکستان کې ژوند راته ناشونی شوی، اړ یو بېرته افغانستان ته ولاړ شو
Sources
Afghan sources
افغان کډوال: په پاکستان کې ژوند راته ناشونی شوی، اړ یو بېرته افغانستان ته ولاړ شو