کابل (پژواک) – د امریکا حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي او په یو شمېر هېوادونو کې یې د دغو چیپونو پر صادراتو هم کنټرول زیات کړی دی. د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې چین او نور هېوادونه د درېیمو هېوادونو د معلوماتي مرکزونو له لارې د امریکايي ټکنالوژۍ پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو د ماتولو توان ونه لري. د دغو مرکزونو له لارې ځینې چینايي شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا د خپلو ماډلونو د پرمختیا لپاره له پرمختللو چیپونو کار اخلي. د راپور له مخې، نوې پرېکړه د انلاین پلورنځیو او ټولنیزو شبکو د شرکتونو پر هغو سیسټمونو نه تطبیقېږي چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت یې د ملي امنیت لپاره ګواښ نه بولي. دغه اقدام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د صادرې شوې هغې مقررې د لغوه کېدو لامل هم کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو ته یې نړۍوال لاسرسی د صادراتو د جوازونو له لارې محدود کړی و. دا اقدام داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په درشل کې دی او ټاکل شوې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر شي جینپینګ سره د چین په شنژن ښار کې وګوري.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي
منابع
Afghan sources
امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي