EnglishKabulافغانستانامنیت

امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-16 17:17:03🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د امریکا حکومت د یوې نوې پرېکړې له مخې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي او په یو شمېر هېوادونو کې یې د دغو چیپونو پر صادراتو هم کنټرول زیات کړی دی. د امریکا د سوداګرۍ وزارت ویلي، د دې پرېکړې موخه دا ده چې چین او نور هېوادونه د درېیمو هېوادونو د معلوماتي مرکزونو له لارې د امریکايي ټکنالوژۍ پر لاسرسي د لګېدلو محدودیتونو د ماتولو توان ونه لري. د دغو مرکزونو له لارې ځینې چینايي شرکتونه د مصنوعي ځیرکتیا د خپلو ماډلونو د پرمختیا لپاره له پرمختللو چیپونو کار اخلي. د راپور له مخې، نوې پرېکړه د انلاین پلورنځیو او ټولنیزو شبکو د شرکتونو پر هغو سیسټمونو نه تطبیقېږي چې د امریکا د سوداګرۍ وزارت یې د ملي امنیت لپاره ګواښ نه بولي. دغه اقدام د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د صادرې شوې هغې مقررې د لغوه کېدو لامل هم کېږي چې د مصنوعي ځیرکتیا چیپونو ته یې نړۍوال لاسرسی د صادراتو د جوازونو له لارې محدود کړی و. دا اقدام داسې مهال کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته د سفر په درشل کې دی او ټاکل شوې د روانې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر شي جین‌پینګ سره د چین په شنژن ښار کې وګوري.

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-16 17:17:03

Timeline

  1. Pajhwok

    امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-16 21:44:00

امریکا د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللو «چیپونو» ته د چین لاسرسی محدودوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button