EconomyEnglishافغانستانبلخ

بغلان کې نږدې ۳۸۰ د شاتو د تولید فارمونه فعال دي — Bakhtar

DevelopingEconomyبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-05 13:29:22🎙 Listen to radio

Summary: د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې دا مهال په دغه ولایت کې نږدې ۳۸۰ د شاتو د تولید فارمونه فعال دي او هر کال له ۲۵ تر ۳۵ مټریک ټنه شات تولیدوي. د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول محمد ولي امرخېل باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې د شاتو د تولیدوونکو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي، څو د دې سکټور ظرفیتونه پراخ، د تولید کچه لوړه او د بازارموندنې بهیر لا اغېزمن شي.د نوموړي په وینا، د بغلان شات د لوړ کیفیت له امله په سیمه‌ ییزه کچه ځانګړی شهرت لري او د دې صنعت د لا پراختیا لپاره تخنیکي او اقتصادي ملاتړ په دوامداره توګه ترسره کېږي.هغه زیاته کړه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د روزنیزو پروګرامونو، تخنیکي سلا مشورو او اړینو اسانتیاوو له لارې د مچیو روزنې د صنعت د پیاوړتیا ترڅنګ، د شاتو تولیدوونکو ته د کورنیو او بهرنیو بازارونو د موندلو زمینه هم برابروي.بلخوا، د شاتو یو شمېر تولیدوونکو د اړوندو ادارو له ملاتړ څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي که د بازارموندنې، بسته‌ بندۍ او عصري تجهیزاتو په برخه کې لا ډېره همکاري ورسره وشي، د شاتو تولید به نور هم زیات او اقتصادي وضعیت به یې لا ښه شي.د یادونې وړ ده، چې د شاتو تولید د بغلان ولایت له مهمو کرنیزو او عایداتي سکټورونو څخه شمېرل کېږي او په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د مچیو روزنې فارمونو شمېر او د شاتو تولید د پام وړ زیات شوی دی.

Quick facts

Locationبلخ
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-05 13:29:22

Timeline

  1. Bakhtar

    بغلان کې نږدې ۳۸۰ د شاتو د تولید فارمونه فعال دي

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-05 10:37:07

بغلان کې نږدې ۳۸۰ د شاتو د تولید فارمونه فعال دي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button