Summary: د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د طلوع بلخ په نوم یو ورزشي جمنازیوم د ۱۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړاو ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد جمنازیوم مسوول ابوالفضل رحیمي باختراژانس ته ویلي، چې دغه ورزشي جمنازیوم د نړیوالو معیارونو له مخې جوړ شوی او په یوه وخت کې د څه باندې دوه زره ننداره چیانو د ځایېدو ظرفیت لري.د نوموړي په وینا، د دې ورزشي مرکز جوړول او سمبالول به د فوټسال د ودې او د ورزشکارانو د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابره کړي.ورته مهال د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د داسې ورزشي مرکزونو جوړېدل مثبت ګام بولي او له سوداګرو او پانګوالو غواړي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې پانګونه وکړي.د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې به په بلخ کې د ورزشي جمنازیومونو جوړولو بهیر چټک شوی او د ځوانانو ترمنځ د فوټسال لوبې ته لېوالتیا هم زیاته شوې ده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
بلخ کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت ورزشي جمنازیوم جوړشو
Sources
Afghan sources
بلخ کې د ۱۳۰ زره ډالرو په لګښت ورزشي جمنازیوم جوړشو