Developmentافغانستانبلخدری

بلخ کې نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه — Bakhtar

در حال تکمیلDevelopmentبلخ1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-25 12:18:41🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د خوادي پروژې په نوم د ۶۷۰ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه کړې، چې یاده شوې ځمکه امارتي ده. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا ځمکه د مزار شریف ښار په نهمه ناحیه کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمې ته سپارلې وهد خبرپاڼې د معلوماتو له مخې یادې محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له اخیستو وروسته پرېکړه وکړه، دغه ټوله ځمکه چې ۶۷۰ جریبه کېږي امارتي ملکیت دی.د یادې شوې محکمې د پرېکړې پر بنسټ، متصرفین باید دغه ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

اطلاعات کوتاه

مکانبلخ
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-25 12:18:41

خط زمانی

  1. Bakhtar

    بلخ کې نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-25 10:02:38

بلخ کې نږدې ۷۰۰ جریبه ځمکه امارتي ثابته شوه

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button