Summary: د ټولګټو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۵لمریز کال د چنګاښ میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶ زره ۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۸۳ زره ۳۸۸ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره ۵۴۶ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱ زره ۹۰۵ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰ زره ۴۶۱ ټنه چې ټولټال ۷۱۳ زره ۴۶۲ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۸۳۸ ټنه تجارتي مالونه صادر شوي دي.یاد وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې څخه ۲۵۱۷ مټریک ټنه یې صادرات وو.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
تېره میاشت؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي
Sources
Afghan sources
تېره میاشت؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي