Economyافغانستانپښتوهرات

تېره میاشت؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه… — Bakhtar

روان خبرEconomyهرات1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-01 21:28:39🎙 راډیو واورئ

Summary: د ټولګټو وزارت وايي چې د روان ۱۴۰۵لمریز کال د چنګاښ میاشتې له پیل څخه تر پایه پورې، د هېواد اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶ زره ۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. باختر اطلاعاتي اژانس ته د ټولګټو وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یاده موده کې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۸۳ زره ۳۸۸ ټنه، د اقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۶۰ زره ۵۴۶ ټنه، د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱ زره ۹۰۵ ټنه، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۰ زره ۴۶۱ ټنه چې ټولټال ۷۱۳ زره ۴۶۲ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په دې موده کې ۲۸۳۸ ټنه تجارتي مالونه صادر شوي دي.یاد وزارت وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې اسانتياوې برابرې کړي.د یادونې وړ ده چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۹۷ زره ۴۸۲ مټریک ټنه انتقالات شوي چې له دې جملې څخه ۲۵۱۷ مټریک ټنه یې صادرات وو.

لنډ معلومات

ځایهرات
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-08-01 21:28:39

مهالوېش

  1. Bakhtar

    تېره میاشت؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-01 09:42:17

تېره میاشت؛ د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰۰ زره ټنه انتقالات شوي دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button