کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ چې ۱۰۶۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغهراز، ۲۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۵۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی. د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۴۱ کورنۍ چې ۷۲۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۱۰ کورنۍ چې ۱۱۲۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۸۱۷ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۲۵ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۸۷۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي. د کندهار د سپینبولدک له لارې هم درې کورنۍ چې ۲۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د مسوولینو په خبره، له دې ډلې یوه کورنۍ چې اووه کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ راستنې شوې دي