Summary: د خوست ولایت په مرکز کې د شیدو راټولولو او پروسس دوه مرکزونه ۱۸ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول امیرالدین ایوبي باختر آژانس ته ویلي، چې دغه مرکزونه د یاد ریاست د مسؤولینو، د اقتصاد ریاست د استازي او د (ډي سي اې) مؤسسې د استازو په حضور کې پرانیستل شول.د نوموړي په وینا، دغه مرکزونه د خوست ښار اړوند د چینې مهدي خېلو او منګسو په کلیو کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې (ډي سي اې) په همکارۍ د ۱۸ زره ډالرو په لګښت جوړشوي، چې د هر یوه د رغولو لګښت ۹ زره امریکايي ډالره دی.د معلوماتو له مخې، هر مرکز به په ورځني ډول له ۸۰ تر ۱۲۰ پورې مالدارانو ته د شیدو د راټولولو او پلور زمینه برابره کړي او هره ورځ به له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلوګرامه پورې شیدې راټولوي، چې یوه برخه به یې پروسس او پاتې برخه به یې بازار ته وړاندې شي.د دغو مرکزونو په فعالیت سره به په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته د کار او عاید زمینه برابره شي.ورته مهال د خوست د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي اسلام خان منیب د دغو مرکزونو جوړېدل د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا، د شیدو د راټولولو او بازارموندنې د منظم سیسټم د رامنځته کولو او د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لپاره مهم ګام وباله.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
خوست کې د شیدو د راټولولو او پروسس دوه مرکزونه جوړ شول
Sources
Afghan sources
خوست کې د شیدو د راټولولو او پروسس دوه مرکزونه جوړ شول