کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د اروپايي ټولنې مشران په بروکسل کې په یوه دوهورځنۍ غونډه کې اروپا ته د چین د صادراتو د زیاتوالي، پر صنعتونو او کاري فرصتونو د هغې د اغېزو او پر دغه هېواد د لا ډېرو سوداګریزو محدودیتونو د لګولو د احتمال په اړه خبرې کوي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه غونډه به د پنجشنبې په ورځ پیل شي او د اروپايي ټولنې مشران به پهکې له چین سره هغه لومړنۍ شوې هوکړه وارزوي چې موخه یې د «هایبریډي» موټرو د وارداتو د زیاتوالي مهارول دي. د راپور له مخې، اروپايي مشران به ارزونه وکړي چې ایا دغه هوکړه له چین سره د خبرو د دوام لپاره، د یوې پراخې سوداګریزې هوکړې د ترلاسه کولو په موخه، مناسب لومړی ګام کېدای شي او که لا سختو اقداماتو ته اړتیا ده. په راپور کې راغلي چې له چین سره د اروپايي ټولنې د توکو په برخه کې سوداګریز کسر تېر کال ۳۶۰ میلیارد یورو ته رسېدلی و او د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې هم ۲۰۰ میلیارد یورو ته رسېدلی دی. فرانسې او جرمني هم د دغه سوداګریز کسر د کمولو لپاره د اقداماتو وړاندیزونه کړي دي. رویټرز زیاته کړې چې د چین د ارزانه صادراتو زیاتوالي او د امریکا د ګمرکي تعرفو لوړېدو پر اروپايي صنعتونو فشار زیات کړی او په ځینو مواردو…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د اروپايي ټولنې مشران د چین پر وړاندې سخت سوداګریز اقدامات ارزوي
Sources
Afghan sources
د اروپايي ټولنې مشران د چین پر وړاندې سخت سوداګریز اقدامات ارزوي