Kabulافغانستانامنیتدری

په پاکستان کې د والیبال له سیالۍ وروسته نښته؛ پنځه کسان وژل شوي… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-14 09:57:13🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ملانه سیمه کې د والیبال له یوې سیالۍ وروسته د دوو ډلو ترمنځ وسله‌واله نښته شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مسوول ضیاءالدین احمد ویلي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو ډلو غړي د والیبال د یوې سیالۍ له پای ته رسېدو وروسته بېرته ستنېدل. د ده په خبره، په دې پېښه کې د دواړو ډلو ترمنځ ډزې شوي چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې ټپیان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان مرکزي تدریسي روغتون ته لېږدول شوي دي. د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مسوول ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-14 09:57:13

خط زمانی

  1. Pajhwok

    په پاکستان کې د والیبال له سیالۍ وروسته نښته؛ پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 14:26:29

په پاکستان کې د والیبال له سیالۍ وروسته نښته؛ پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button