کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په ملانه سیمه کې د والیبال له یوې سیالۍ وروسته د دوو ډلو ترمنځ وسلهواله نښته شوې چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د پاکستان د جیو نیوز د راپور له مخې، د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مسوول ضیاءالدین احمد ویلي چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د دوو ډلو غړي د والیبال د یوې سیالۍ له پای ته رسېدو وروسته بېرته ستنېدل. د ده په خبره، په دې پېښه کې د دواړو ډلو ترمنځ ډزې شوي چې له امله یې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړې چې ټپیان د درملنې لپاره د ډېره اسماعیل خان مرکزي تدریسي روغتون ته لېږدول شوي دي. د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مسوول ویلي چې د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
په پاکستان کې د والیبال له سیالۍ وروسته نښته؛ پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي
سرچینې
Afghan sources
په پاکستان کې د والیبال له سیالۍ وروسته نښته؛ پنځه کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي