EnglishKabulSportsافغانستان

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-09 04:57:10🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به نن سهار ۱۰:۳۰ بجې د یوازېنۍ ټېسټ‌لوبې په موخه د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته کښته شي. دغه سیالۍ د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به له ټېسټ‌لوبې وروسته د اکټوبر په ۱۷مه د افغانستان، بنګله‌دېش او زمبابوې ترمنځ د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو درې‌اړخیزه لوبلړۍ پیل شي. د دې لوبلړۍ تر پای وروسته به افغانستان د زمبابوې پر وړاندې درې شل‌اوریزې نړۍوالې لوبې وکړي؛ لومړۍ لوبه به د اکټوبر په ۲۷مه، دویمه د اکټوبر په ۲۹مه او درېیمه د نومبر په لومړۍ نېټه ترسره شي. کرکټ بورډ ویلي، له شل‌اوریزو سیالیو وروسته به افغانستان او زمبابوې دوه ټېسټ لوبې هم ترسره کړي؛ لومړۍ لوبه به د نومبر له پنځمې تر نهمې او دویمه به د نومبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې پورې وي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-10-09 04:57:10

Timeline

  1. Pajhwok

    د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-09 09:25:15

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ ټېسټ‌لوبه نن پیلېږي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button