Summary: د ویسټانډیز ګلوبل سوپر لیګ په پایلوبه کې د ګیانا امازون واریرز لوبډلې د سن فرانسیسکو یونیکارنز لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د یاد لیګ اتلولي خپله کړه. په یاده سیالۍ کې ګیانا امازون واریرزلوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۸۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۸۶ منډو هدف وټاکه. ګیانا وروسته د خپلو توپ اچوونکو د غوره لوبې پر مټ له دغه کم هدف څخه په بریالیتوب دفاع وکړه او سن فرانسیسکو یونیکارنز لوبډله یې له هدف ترلاسه کولو راوګرځوله. د ګیانا امازون واریرز له لوري افغان الراونډر محمد نبي او ډوین پریټوریس هر یوه درې ـ درې ویکټې واخیستې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه. محمد نبي نه یوازې په پایلوبه کې، بلکې د ټول ټورنمنټ په اوږدو کې ښه ځلېدلی دی. نوموړي په سیالیو کې ټولټال ۱۰ ویکټې ترلاسه کړې او ۵۰ منډې یې هم جوړې کړې، چې د همدې ځلانده لوبې له امله د ټورنمنټ غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه. د یادونې وړ ده، چې د ویسټ انډیز ګلوبل سوپر لیګ د نړۍ بېلابېلو هېوادونو د مخکښو لوبډلو په ګډون ترسره کېږي او د افغانستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي محمد نبي او رحمنالله ګربز پکې د ګیانا امازون واریرز لوبډلې استازیتوب کوي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د افغان ستوري ځلېدنه؛ محمد نبي ګیانا امازون واریرز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله
Sources
Afghan sources
د افغان ستوري ځلېدنه؛ محمد نبي ګیانا امازون واریرز لوبډله اتلولۍ ته ورسوله