افغانستانامنیتپښتو

د افغان ښځو ولسي محکمه: له طالبانو سره ډیپلوماټیک نږدېوالی د دې ډلې… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-27 11:36:31🎙 راډیو واورئ

د افغان ښځو د ولسي محکمې قاضۍ الیساندا کالوت خبرداری ورکړی، چې له طالبانو سره د دولتونو ډیپلوماټیک نږدېوالی ښايي د دې ډلې د واکمنۍ عادي کېدو او په نړیواله کچه د هغې د مشروعیت د پیاوړتیا لامل شي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو د وسله والو مخالفانو له یو شمېر مشرانو سره د پاکستان د پوځي او استخباراتي چارواکو لیدنې خبر ورکړی. د دغې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسلام‌اباد په دغو لیدنو کې د طالبانو مخالفانو ته د ملاتړ وړاندیز کړی دی. د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) پخوانی افسر ویل سیلبر دغه راپور ته په اشارې وايي، له اسلام‌اباد سره احتمالي همکاري که څه هم د طالبانو مخالفانو ته د پوځي ملاتړ زمينه برابرولای شي، خو ښايي د هغوی خپلمنځي اختلافونه سخت کړي او د افغانانو په منځ کې د هغوی سیاسي اعتبار زیانمن کړي. سیلبر په هغه شننه کې، چې د دووشنبې په ورځ لانګ وار خپرونې خپره کړې، لیکلي چې د طالبانو مخالفې ډلې له یوه ستونزمن انتخاب او ازموېنې سره مخ دي. هغوی د خپلې مبارزې د دوام لپاره بهرني ملاتړ ته اړتیا لري، خو پاکستان هغه هېواد دی چې لسیزې یې د طالبانو ملاتړ کړی او واک ته د دغې ډلې په بېرته رسېدو کې یې مهه ونډه لرلې ده. نیویارک تایمز ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي او د…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-27 11:36:31

مهالوېش

  1. AF International

    د افغان ښځو ولسي محکمه: له طالبانو سره ډیپلوماټیک نږدېوالی د دې ډلې مشروعیت پیاوړی کولی شي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-27 09:05:00

د افغان ښځو ولسي محکمه: له طالبانو سره ډیپلوماټیک نږدېوالی د دې ډلې مشروعیت پیاوړی کولی شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button