Kabulافغانستانامنیتپښتو

سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «ناروا او د شرم» وړ… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-27 11:36:29🎙 راډیو واورئ

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د افغان ښځو زنداني کول «ناروا او د شرم» وړ ګڼلي دي. هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې ښځې خپلو «چټلو» او «فاسدو» زندانونو ته مه بیایئ. نوموړي د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو له‌خوا د ښځو نیونو، په عام بازار کې د هغوی وهلو او همداراز زنداني کولو ته په اشارې لیکلي: «اې طالبانو! دا کار مو عیب، شرم او ناروا دی! هغو ښځو ته لاسونه مه ور وړئ، چې درته نامحرمې دي». هغه همدارنګه طالبانو ته د پېغور په ډول ویلي: «ښځې خپلو چټلو او فاسدو زندانونو ته مه بیاست». طالبانو لا تر اوسه د دغه پخواني جهادي مشر څرګندونو ته څه غبرګون نه‌دی ښودلی. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د حجاب د نه مراعاتولو په نوم په یو شمېر ولایتونو کې ښځې په عامو بازارونو کې نیولي او ان تر زندانونو یې رسولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې په کابل او هرات کې د طالبانو له خوا د شاوخوا ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-27 11:36:29

مهالوېش

  1. AF International

    سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «ناروا او د شرم» وړ بللی دی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-27 09:13:11

سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «ناروا او د شرم» وړ بللی دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button