پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او د افغان ښځو زنداني کول «ناروا او د شرم» وړ ګڼلي دي. هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې ښځې خپلو «چټلو» او «فاسدو» زندانونو ته مه بیایئ. نوموړي د سېشنبې په ورځ (د لړم ۵مه) په خپله فېسبوک پاڼه د طالبانو لهخوا د ښځو نیونو، په عام بازار کې د هغوی وهلو او همداراز زنداني کولو ته په اشارې لیکلي: «اې طالبانو! دا کار مو عیب، شرم او ناروا دی! هغو ښځو ته لاسونه مه ور وړئ، چې درته نامحرمې دي». هغه همدارنګه طالبانو ته د پېغور په ډول ویلي: «ښځې خپلو چټلو او فاسدو زندانونو ته مه بیاست». طالبانو لا تر اوسه د دغه پخواني جهادي مشر څرګندونو ته څه غبرګون نهدی ښودلی. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ښځو پر زده کړو، کار او ټولنیز ژوند پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د حجاب د نه مراعاتولو په نوم په یو شمېر ولایتونو کې ښځې په عامو بازارونو کې نیولي او ان تر زندانونو یې رسولي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د روان کال له جولای څخه تر سپټمبر پورې په کابل او هرات کې د طالبانو له خوا د شاوخوا ۵۲ ښځو او یوې نجلۍ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «ناروا او د شرم» وړ بللی دی
منابع
Afghan sources
سیاف د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند «ناروا او د شرم» وړ بللی دی