اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) په افغانستان کې د کرنې د غوړېدا لپاره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت د یوې ګډې پروژې د پیل خبر ورکړی دی. دواړو ادارو نن یکشنبه (سپټمبر۱۳) په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي، د دې پروژې له لارې به له زیانمنو کورنیو سره مرسته وشي. په دغو کورنیو کې راستنېدونکي کډوال، له خپلو سیمو بېځایه شوي کسان او هغه کورنۍ شاملې دي، چې د دوی کوربتوب کوي. دا پروژه به په هغو ولسوالیو کې عملي کېږي چې خلک یې د خوړو له کمښت، خوارځواکۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له نشتوالي سره مخامخ دي. په ځانګړي ډول به ښځو او ځوانانو ته پکې ډېره پاملرنه وشي. د یادې پروژې په بهیر کې به د خدمتونو څلور مرکزونه جوړ شي. د دغو مرکزونو د جوړېدو موخه به دا وي، چې بزګران او د کلیوالو سیمو کاروباریان له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو شرکتونو او بازارونو سره په اړیکه کې کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، په یادو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د نویو او اغېزمنو لاروـ چارو، ټکنالوژۍ، د اقلیمي شرایطو او پر وختي خبرداري په اړه مالومات ورکول کېږي، څو د هوا او اقلیم له بدلون سره سم د خپلو حاصلاتو او بازار موندنې په هکله پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bbc
د افغان کرنې د غوړېدا لپاره د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د ۵ میلیونه یورو پروژه – BBC News پښتو
سرچینې
External sources
د افغان کرنې د غوړېدا لپاره د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د ۵ میلیونه یورو پروژه – BBC News پښتو