د بشري حقونو په تبعید کې د نړیوالو مدافعانو فدراسیون وايي، په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې دي او د ښځینه ښوونکو د شمېر د کمېدو په ګډون، د زدهکړو پر وړاندې اوسني محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم منفي اغېز کوي. د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۵مه د یوه اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا حکمونه د ۲۰۲۵ کال د جولای او سپټمبر په میاشتو کې صادر شوي وو، خو تر دې دمه محرم پاتې وو. د محکمې دویمې لومړنۍ څانګې په خپله پرېکړه کې ویلي چې د روم د اساسنامې له مخې د جنسیت پر بنسټ تعقیب او ځورونه یوازې د بیولوژیکي تفاوت تر حده نه محدودېږي، بلکې ټولنیز دودونه او رولونه هم پکې راځي. قاضیانو موندلې چې دغو څلورو کسانو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر ۲۰مې پورې د افغان ښځو، نجونو او هغو کسانو پر ضد چې د طالبانو د جنسیتي پالیسیو مخالفت یې کړی، د بشریت پر وړاندې د ځورونې او تبعیض جرمونه پلان او عملي کړي دي. همدارنګه هغه وګړي چې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړي ګڼل کېدل، د سیاسي مخالفت په تور په نښه شوي دي. د جرمونو نړۍوالې محکمې ټینګار کړی چې د طالبانو لهخوا پلي شوي…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د بشري حقونو مدافعان: په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي
سرچینې
Afghan sources
د بشري حقونو مدافعان: په افغانستان کې له ۲،۶ میلیونو ډېرې نجونې له زدهکړو بېبرخې دي