Healthافغانستانبغلانپښتو

د بغلان په ولایتي روغتون کې ډیجیټلي اکسرې ماشین فعال شو — Bakhtar

روان خبرHealthبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 18:47:09🎙 راډیو واورئ

Summary: د بغلان ولایت په ولایتي روغتون کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په مالي ملاتړ، د ۷۲ زره امریکايي ډالرو په ارزښت یو عصري ډیجیټلي اکسرې ماشین فعال شو، چې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال دی او د ناروغیو په تشخیص کې به له ډاکټرانو سره مرسته وکړي. د بغلان د عامې روغتیا رئیس مولوي محمدحسن عاصم باختر اژانس ته ویلي چې د دغه ماشین فعالېدل به د ناروغیو د تشخیص بهیر چټک کړي او ډاکټرانو ته به د ناروغانو د معاینې او درملنې په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه ماشین له لارې د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره به روغتیايي کارکوونکي وکولای شي د اکسرې پایلې په ښه توګه وارزوي او د ناروغیو د تشخیص بهیر لا اغېزمن کړي. د بغلان والي مولوي عبدالله مختار طب د ټولنې له مهمو اړتیاوو څخه بللی او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو یې ټینګار کړی دی. نوموړي له ډاکټرانو غوښتي، چې له ناروغانو سره ښه چلند وکړي، خپلې دندې په وړتیا او ژمنتیا ترسره کړي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي. په ورته وخت کې، یو شمېر ښاریانو د دغه ماشین له فعالېدو خوښي څرګنده کړې او هیله یې ښودلې، چې د دې ډول عصري روغتیايي وسایلو په فعالېدو سره به د ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې اسانتیاوې زیاتې شي.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 18:47:09

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د بغلان په ولایتي روغتون کې ډیجیټلي اکسرې ماشین فعال شو

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-15 16:18:37

د بغلان په ولایتي روغتون کې ډیجیټلي اکسرې ماشین فعال شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button