Healthافغانستاندری

د بهرنيو چارو وزير د اغا خان پراختيايي شبکې د رهبرۍ له يوه… — Bakhtar

در حال تکمیلHealth1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-20 13:02:19🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د آغاخان پراختيايي شبکې د رهبري لوړپوړي پلاوي او د پوهنتونونو او روغتونونو له رئیس ډاکټر سلیمان شهاب‌الدین او مل پلاوي سره کتلي دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، په دې لیدنه کې ښاغلي متقي په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو او تاریخي ځايونو د بيارغونې په برخه کې د یادې شبکې د کړنو ستاینه کړې او ولایتونو ته د روغتيايي فعالیتونو غځول، د تاریخي-تفریحي ځایونو بیا رغونه، او د بدیل معیشیت اړوند د افغان بزګرانو ملاتړ په برخه کې د یادې شبکې همکاریو غوښتنه کړې ده. ورته مهال ښاغلي شهاب الدین ويلي چي د FMIC ( د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت) د ظرفيت لوړولو او پراختیا په شمول د روغتیايي خدماتو د زیاتوالي پلان لري، تر څو د افغانانو لپاره زیات خدمتونه وړاندې کړي.لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر ټینګار پای ته ورسېده.

اطلاعات کوتاه

موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-20 13:02:19

خط زمانی

  1. Bakhtar

    د بهرنيو چارو وزير د اغا خان پراختيايي شبکې د رهبرۍ له يوه پلاوي سره وکتل

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-20 04:51:35

د بهرنيو چارو وزير د اغا خان پراختيايي شبکې د رهبرۍ له يوه پلاوي سره وکتل

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button