Summary: د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د آغاخان پراختيايي شبکې د رهبري لوړپوړي پلاوي او د پوهنتونونو او روغتونونو له رئیس ډاکټر سلیمان شهابالدین او مل پلاوي سره کتلي دي. ياد وزارت په يوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، په دې لیدنه کې ښاغلي متقي په افغانستان کې د روغتيايي مرکزونو او تاریخي ځايونو د بيارغونې په برخه کې د یادې شبکې د کړنو ستاینه کړې او ولایتونو ته د روغتيايي فعالیتونو غځول، د تاریخي-تفریحي ځایونو بیا رغونه، او د بدیل معیشیت اړوند د افغان بزګرانو ملاتړ په برخه کې د یادې شبکې همکاریو غوښتنه کړې ده. ورته مهال ښاغلي شهاب الدین ويلي چي د FMIC ( د میندو او ماشومانو لپاره د فرانسې طبي انستیتیوت) د ظرفيت لوړولو او پراختیا په شمول د روغتیايي خدماتو د زیاتوالي پلان لري، تر څو د افغانانو لپاره زیات خدمتونه وړاندې کړي.لیدنه د دواړو لوریو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو او همغږۍ پر ټینګار پای ته ورسېده.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د بهرنيو چارو وزير د اغا خان پراختيايي شبکې د رهبرۍ له يوه پلاوي سره وکتل
Sources
Afghan sources
د بهرنيو چارو وزير د اغا خان پراختيايي شبکې د رهبرۍ له يوه پلاوي سره وکتل