افغانستانامنیتدریغزني

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی غزني کې د عيدګاه جامع جومات او جهادي مدرسې… — Bakhtar

در حال تکمیلSecurityغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-20 13:02:17🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د افغانستان اسلامي امارت زعیم شیخ‌الاسلام عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق او د میدان وردګو او زابل د والیانو په ملتیا غزني ولایت ته سفر وکړ . ارګ په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د غزني ولایت له والي ملا ولي جان حمزه او یو شمېر علماوو او سیمه‌ییزو مسوولینو سره په کتنه کې د دې ولایت عمومي وضعیت او اهمیت ته په اشاري وویل چې غزني ولایت د اسلامي ثقافت پلازمینه، د اولیاوو، علماوو، استشهادیانو، شهیدانو کور ، د علم او عرفان ښار دی، اطاعت، همغږۍ او اداري چارو د ښه ترسره کېدو په اړه د خبرو ترڅنګ د علم او معارف په پراختیا، د علماوو د مقام په درناوي او خدمت ، د عدالت په ټینګښت، د ټولنې په اصلاح، وحدت، اطاعت او د امنیت په پیاوړتیا ټینګار وکړ. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی مسوولینو ته د چارو د ښه ترسره کېدو لارښوونې وکړې او د علم او معارف پر پراختیا او د ځوانانو په اصلاح د ځانګړي ټینګار پرمهال یې وویل، د معارف وظیفه جوړېږي چې مدرسي او تعلیمي ادارې جوړي کړي، علم باید هرې سیمې او لرې پرتو کلیو ته ورسېږي او په خلګو د الله جل جلاله دین او د الله تعالی احکام وپېژني. همدارنګه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د اطلاعاتو او فرهنګ له لوري د ځوانانو په اصلاح هم ټینګار وکړ او ویې ویل، د ځوانانو فکرونه ور جوړ کړئ، ځوانان باید خپل اصیل شرعي، دیني او افغاني کلتور ته وهڅول شې، اصلاحي مجلسونه ورته جوړ شې، د خپلو پلرونو او نیکونو تاریخ ورته بیان شې امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی تېرو انقلابونو ته په اشاري وویل کفارو او اشغالکرو ډېر کار او هڅه وکړه ترڅو زموږ ځوانان بې لارې او له خپل اصیل دیني او افغاني فرهنګ څخه واړوي، چې اوس هم په دغه برخه کې ځینو ځوانانو کې دا کمزوري لیدل کېږي، باید د علماوو درناوی وشي، ځکه د نظام بقا او پیاوړتیا له علماوو سره په مشوره او د علمي قشر په قدردانۍ کې نغښتې ده. نوموړي د مسوولینو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د اسلامي نظام د پیاوړتیا او بقا لپاره باید ټول مسوولین د متقابل درناوي، همغږۍ او اطاعت په روحیه خپلې دندې ترسره کړي او د نظام د ساتنې لپاره له هېڅ راز قربانۍ څخه دریغ ونه کړي. عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د محاکمو مسوولینو ته وویل، محاکم به د اسلامي نظام او امر بالمعروف اهداف پلي کوي. نور مسوولین دې له محاکمو، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې او‌ امنیتي مجاهدینو سره دوامداره همکاري او همغږي رامنځته کړي، ترڅو په ټولنه کې عدالت پیاوړی، فساد محوه، معروفات اقامه او امنیت لا ښه تامین شي. محترم شیخ الاسلام امیر المؤمنین صیب د خپل سفر په جریان کې په غزني ولایت کې، پر ۱۸۰ جریبه ځمکه د غزني په کچه د عیدګاه د یوه جامع جومات او پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د غزني د جهادي مدرسي د بنسټ ډبرې کېښودې. د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري نظام او خلکو ته د دعايې په لوستلو دغه غونډه پايته ورسېده.

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-20 13:02:17

خط زمانی

  1. Bakhtar

    عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی غزني کې د عيدګاه جامع جومات او جهادي مدرسې د بنسټ ډبرې کېښودې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-20 11:56:48

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی غزني کې د عيدګاه جامع جومات او جهادي مدرسې د بنسټ ډبرې کېښودې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button