د ترکیې ملي استخباراتي ادارې (میت) د اوغور بهادر په نوم، د داعش خراسان څانګې یو غړی چې د «عبدالله» په نوم پېژندل کېده، د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته څېرمه په یوه عملیاتو کې نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی. د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې نوموړي د داعش له یوځای کېدو وروسته د دې ډلې په روزنیزو کمپونو کې فعالیت کاوه. د ترکیې رسنیو، راپور ورکړی چې اوغور بهادر شاوخوا دوه کاله مخکې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته تللی او له داعش ډلې سره یوځای شوی و. د راپورونو له مخې، د ترکیې استخباراتي څېړنو ښودلې چې نوموړي د داعش په روزنیزو کمپونو کې بېلابېل مسوولیتونه لرل او د دې ډلې لارښوونې یې عملي کولې. د دغو عملیاتو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو د ترکیې استخباراتي ادارې جمعه (د لړم۸مه)، د نوموړي د نیولو خبر خپور کړی دی. د ترکیې رسنیو همداراز راپور ورکړی چې بهادر د افغانستان او پاکستان په سیمه کې د داعش خراسان څانګې د رسنیزې برخې له یوه مسوول احمد کازانجي، چې په «ابوعبیده» او «ابوابراهیم» نومونو هم پېژندل کېږي، سره همکاري کوله. تر دې مخکې د انادولو خبري اژانس راپور ورکړی و چې اوزګور التون د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په ۱۱مه د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه د ترکیې او…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه د داعش خراسان یو غړی نیولی
Sources
Afghan sources
د ترکیې استخباراتو د افغانستان او پاکستان فرضي کرښې ته څېرمه د داعش خراسان یو غړی نیولی