Summary: له څه مودې ځنډ وروسته د خوست نړیوال هوايي ډګر ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې او د کام ایر هوايي شرکت لومړنۍ الوتنه د دوبۍ–خوست پر مسیر په بریالیتوب سره ترسره شوه. د خوست نړیوال هوايي ډګر مسوولینو باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې له دې وروسته به هره اوونۍ د دوبۍ او خوست ترمنځ دوه منظمې نړیوالې الوتنې ترسره کېږي، چې د مسافرو د تګ راتګ ترڅنګ به د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې هم مهم رول ولوبوي. د نوموړو په وینا، د نړیوالو الوتنو بیا پیل د خلکو له پخوانیو غوښتنو څخه و او تمه ده، چې په راتلونکي کې د نورو نړیوالو الوتنو لپاره هم زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده، چې د خوست نړیوال هوايي ډګر د ختیځ زون له مهمو هوايي ډګرونو څخه شمېرل کېږي او د نړیوالو الوتنو بیا پیل به د سیمې د ترانسپورټي او اقتصادي فعالیتونو په پراختیا کې اغېزمن تمام شي.
Quick facts
Timeline
-
Bakhtar
د خوست نړیوال هوايي ډګر ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې
Sources
Afghan sources
د خوست نړیوال هوايي ډګر ته نړیوالې الوتنې بیا پیل شوې