Politicsافغانستانپښتوزابل

د زابل ولایت مقام لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه — Bakhtar

روان خبرPoliticsزابل1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-07 12:24:38🎙 راډیو واورئ

Summary: د زابل ولایت مقام نوې اداري ودانۍ د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. په یاده موخه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو رئیس مولوي عبدالرشید کاکا ویلي چې دغه ودانۍ د وزارت له پراختیايي بودیجې څخه د ۳۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو نیم کال په موده کې جوړه شوې ده.د نوموړي په وینا، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې رغول شوې، ۳۷ اداري خونې، اړین ملحقات او د مراجعینو لپاره لازمې اسانتیاوې لري.ورته مهال د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي چې دغه وزارت هوډ لري د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اداري او رغنیزې پروژې پلي کړي.په همدې حال کې د زابل والي ملا شېرمحمد شریف د یادې ودانۍ په جوړېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې زابل لا هم د بیارغونې او پراختیا په برخه کې ګڼو بنسټیزو پروژو ته اړتیا لري.د یادونې وړ ده، چې د زابل ولایت مقام د نوې ودانۍ ترڅنګ په ولایت کې د یو شمېر نورو رغنیزو پروژو چارې هم روانې دي او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایزابل
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-07 12:24:38

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د زابل ولایت مقام لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-07 10:27:55

د زابل ولایت مقام لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button