Developmentافغانستانبغلانپښتو

د مرکزي بغلان ښاروالۍ ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي — Bakhtar

روان خبرDevelopmentبغلان1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-07 05:53:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروالۍ د روان لمریز کال په ترڅ کې ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارلي دي. د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال قاري لطف‌الله عبیده باخترآژانس ته وویل چې دغه عواید د صفایۍ، جوازونو، د جایدادونو د کرایې او نورو عایداتي سرچینو له لارې راټول کړل شوي دي.نوموړي زیاته کړې چې یاد عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي او ټاکل شوې ده، چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه په بېلابېلو برخو کې ولګول شي.د نوموړي په وینا، د ښاروالۍ د عوایدو کچې لوړولو او د نویو عایداتي سرچینو د رامنځته کولو هڅې هم روانې دي.ورته مهال، د مرکزي بغلان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د ښاروالۍ له فعالیتونو خوښي څرګنده کړې او په دې ولسوالۍ کې یې د لا ډېرو خدماتي او پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

لنډ معلومات

ځایبغلان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-07 05:53:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د مرکزي بغلان ښاروالۍ ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-07 05:35:46

د مرکزي بغلان ښاروالۍ ۲۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button