افغانستانامنیتپښتو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه… — 8am PA

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-16 07:21:48🎙 راډیو واورئ

د افغان رسندویو له راپور سره سم ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د سیاسي، بشري، امنیتي او بشري حقونو د وضعیت د ارزونې لپاره غونډه کوي. دا غونډه د وږي پر ۲۵مه جوړېږي او ټاکل شوې ده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) رییسه او د دغه سازمان ځانګړې استازې رباب فاطمه د افغانستان د وضعیت په اړه د امنیت شورا غړو ته خپل درې میاشتنی راپور وړاندې کړي. د افغانستان د سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ارزونه او دغه راز د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت څېړل د دې غونډې اصلي موضوعات دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز په ګډون پر ښځو ورځ تر بلې سخت محدودیتونه لګولي دي.

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-16 07:21:48

مهالوېش

  1. Parstoday

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-16 07:15:34

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button