DevelopmentKabulافغانستاندری

د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول — Pajhwok

در حال تکمیلDevelopmentKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-30 07:19:00🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او د تورخم او سپین‌بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یادو کسانو څخه ۷۱۳ کسان د تورخم او ۱۶۷ نور د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چط په دې ډله کې کورنۍ او انفرادي کسان شامل دي چې د مختلفو لاملونو له امله بندیان وو او د بند د مودې له پوره کېدو وروسته ازاد شوي دي. دغه وزارت ویلي چې یاد کسان د لازمو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDevelopment
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-30 07:19:00

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-30 11:45:26

د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button