Newsافغانستاندری

د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کومې هڅې پیل… — Bbc

در حال تکمیلNews1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-10 22:40:26🎙 رادیو را بشنوید

د امریکا کانګرېس د استازو جرګې دوو ډیموکراټ غړو هڅې پیل کړي، چې په امریکا کې د مېشتو افغان کدوالو او پناه غوښتونکو لپاره د لنډمهاله قانوني خوندیتوب حیثیت (ټي پي اېس) بېرته فعال کړي. د این بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، د کولوراډو ایالت استازي جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت استازي سام لیکارډو وروسته له هغه چې د امریکا کانګرېس غړي بېرته واشنګټن ته ستانه شول، د دوشنبې په ورځ د یوه 'ډسچارج پېټیشن' په ثبتولو سره دغه هڅه پيل کړه. دغه پروګرام هغو کډوالو ته اجازه ورکوي چې په امریکا کې تر ۱۸ میاشتو پورې ژوند او کار وکړي، چې اصلي هېوادونه یې د ناامنۍ، جګړو یا نورو بېړنیو شرایطو له امله د خوندي نه ګڼل کېدونکو هېوادونو په توګه نومول شوي وي.

اطلاعات کوتاه

موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-10 22:40:26

خط زمانی

  1. Bbc

    د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کومې هڅې پیل کړې؟

منابع

External sources

BbcPS
2026-11-10 12:19:14

د کانګرېس دوو غړو امریکا کې د افغان کډوالو لپاره کومې هڅې پیل کړې؟

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button