Englishافغانستانامنیتکندز

د ۲۱۷ عمري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ دفاعي ځواکونه فارغ… — Bakhtar

DevelopingSecurityکندز1 SourcesUpdated: 2026-11-03 10:42:17🎙 Listen to radio

Summary: د کندز زون د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له نظامي روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ تنه دفاعي ځواکونه د درېیو میاشتو نظامي، مسلکي او عقیدتي زده‌کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ دادمحمد محمدي د فراغت په مراسمو کې له فارغ شویو ځواکونو وغوښتل، چې د ولس د خدمت، د هېواد د امنیت د ساتنې او د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخه کې خپل مسوولیتونه په پوره چمتووالي او مسلکي وړتیا ترسره کړي.د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د دیني علومو او قرآن کریم د زده‌کړې پر ارزښت ټینګار وکړ او له فارغ شویو ځواکونو یې وغوښتل، چې د پوځي زده‌کړو ترڅنګ دیني زده‌کړو او اسلامي لارښوونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.د یادې قول اردو ویاند اجمیر افغان وايي، چې دغو ځواکونو د درېیو میاشتو په موده کې د نظامي او مسلکي زده‌کړو ترڅنګ عقیدتي روزنه هم ترلاسه کړې ده. د نوموړي په وینا، په دې روزنه کې د نظامي اصولو، اسلامي عقایدو او اخلاقو، امنیتي تدابیرو، د پوستو د چارو، د تلاشي د اصولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه زده‌کړې شاملې وې.

Quick facts

Locationکندز
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-03 10:42:17

Timeline

  1. Bakhtar

    د ۲۱۷ عمري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ دفاعي ځواکونه فارغ شول

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-03 06:45:47

د ۲۱۷ عمري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ دفاعي ځواکونه فارغ شول

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button