Summary: د کندز زون د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له نظامي روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ تنه دفاعي ځواکونه د درېیو میاشتو نظامي، مسلکي او عقیدتي زدهکړو له بشپړولو وروسته فارغ شول. د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ دادمحمد محمدي د فراغت په مراسمو کې له فارغ شویو ځواکونو وغوښتل، چې د ولس د خدمت، د هېواد د امنیت د ساتنې او د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په برخه کې خپل مسوولیتونه په پوره چمتووالي او مسلکي وړتیا ترسره کړي.د کندز والي مولوي نصرالله مطیع د دیني علومو او قرآن کریم د زدهکړې پر ارزښت ټینګار وکړ او له فارغ شویو ځواکونو یې وغوښتل، چې د پوځي زدهکړو ترڅنګ دیني زدهکړو او اسلامي لارښوونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.د یادې قول اردو ویاند اجمیر افغان وايي، چې دغو ځواکونو د درېیو میاشتو په موده کې د نظامي او مسلکي زدهکړو ترڅنګ عقیدتي روزنه هم ترلاسه کړې ده. د نوموړي په وینا، په دې روزنه کې د نظامي اصولو، اسلامي عقایدو او اخلاقو، امنیتي تدابیرو، د پوستو د چارو، د تلاشي د اصولو او له خلکو سره د ښه چلند په اړه زدهکړې شاملې وې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د ۲۱۷ عمري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ دفاعي ځواکونه فارغ شول
سرچینې
Afghan sources
د ۲۱۷ عمري قول اردو له روزنیز مرکز څخه ۳۶۰ دفاعي ځواکونه فارغ شول