د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې مسکو چمتو دی د کابل او اسلاماباد په غوښتنه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مرسته وکړي. زاخارووا ویلي، روسیه د دواړو هېوادونو وضعیت له نږدې څاري او د ستونزو د حل لپاره د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو ملاتړ کوي. هغې ټینګار کړی چې خبرې اترې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهمې دي. نوموړې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ هم د سیمهییزو خبرو اترو مهم چوکاټ بللی، چې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازي پکې ګډون لري.
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب ته چمتووالی لرو | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
روسیه: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړیتوب ته چمتووالی لرو | آمو ټلویزیون