Kabulافغانستانامنیتپښتو

سلام وطندار راډیو د اقتصادي ستونزو له امله ۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-30 21:04:48🎙 راډیو واورئ

سلام وطندار راډیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل ۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي. دغې راډیو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د دغو کارکوونکو ګوښه کېدل تایید کړل. اکانومېسټ مجلې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپره کړې سرمقاله کې افغانستان ته د بشري مرستو د دوام، پر طالبانو د بندیزونو د اصلاح او ان د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې وړاندیز کړی دی. اکانومېسټ استدلال کوي چې طالبان په نږدې راتلونکي کې له واکه نه ځي او که لوېدیځ ورسره اړیکې ونه ساتي، نور قدرتونه به یې تشه ډکه کړي. مجلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له پامه غورځول به د دغه هېواد د خلکو کړاوونه زیات کړي او کابل به د چین او روسیې نفوذ ته لا نږدې کړي. اکانومېسټ په افغانستان کې د خپل خبریال د زر کیلومتره سفر پر بنسټ لیکلي چې طالبان پر هېواد ټینګه ولکه لري او له پاکستان سره له وخت ناوخت نښتو پرته، افغانستان تر ډېره ارام دی. خو مجلې دا ارامي «تریخ ثبات» بللې ده. په راپور کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ محدودیتونو، د موسیقۍ پر بندیز او د امر بالمعروف د مامورینو له خوا د خلکو وهلو ته اشاره شوې ده. مجلې لیکلي چې ډېری افغانان د لا ډېرې ازادۍ…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-30 21:04:48

مهالوېش

  1. AF International

    سلام وطندار راډیو د اقتصادي ستونزو له امله ۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-30 18:37:43

سلام وطندار راډیو د اقتصادي ستونزو له امله ۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button