د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي چې په هند کې د سوداګرۍ او سوداګریزو ناستو په ۴۵م نړۍوال نندارتون کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو د نندارې په موخه یې د غالیو، وچې مېوې او زعفرانو د تولیدوونکو او صادروونکو اتحادیو له استازو سره ناسته کړې ده. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي چې واشنګټن غواړي پر ایران «په تاریخ کې تر ټولو سخت بندیزونه» ولګوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم هغو هېوادونو ته د سختو اقتصادي پایلو خبرداری ورکړی چې له ایران سره سوداګري یا د دغه هېواد ملاتړ ته دوام ورکړي. اقتصادي شنونکي وايي، که دغه بندیزونه پر ایران سربېره هغو شرکتونو او هېوادونو ته هم وغځول شي چې له تهران سره سوداګري کوي، افغانستان به د خپل جغرافیایي نږدېوالي او له ایران سره د پراخو سوداګریزو اړیکو له امله له غیرمستقیم فشار سره مخ شي. د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه اندېښنه د ایران چابهار بندر دی. دغه بندر افغانستان ته د پاکستان له مسیرونو پرته سمندر ته د لاسرسي یوه مهمه لاره برابروي او د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره مهم بلل کېږي. خو د چابهار په اړه د امریکا د بندیزونو وضعیت لا له وړاندې پېچلی شوی دی. د هند لپاره د چابهار د بندیزونو معافیت د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۶مه پای ته رسېدلی، چې د بندر د…
Quick facts
Timeline
-
AF International
طالبان د هند په نړیوال نندارتون کې د افغان تولیداتو د نندارې لپاره چمتووالی نیسي
Sources
Afghan sources
طالبان د هند په نړیوال نندارتون کې د افغان تولیداتو د نندارې لپاره چمتووالی نیسي