EnglishSportsافغانستانپکتیکا

غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې — Pajhwok

DevelopingSportsپکتیکا1 SourcesUpdated: 2026-08-28 08:02:04🎙 Listen to radio

غزني ښار،( پژواک، ۶ وږی ۱۴۰۵): غزني کې د دغه ولايت په کوربه‌توب د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې چې اتو لوبډلو پکې ګډون کړی دی. د غزني د المپیک، بدني روزنې او ورزش امریت د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردګ او زابل ولایتونو نیزه‌وهونکي ګډون لري. د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک ته وویل، په دغو سیالیو کې ۸ لوبډلې ګډون لري چې په هره لوبډله کې څلور اس‌لرونکي لوبغاړي شامل دي. هغه وویل، دغه سیالۍ د غزني اندړو ولسوالۍ د میري سیمې په ورزشي لوبغالي کې ترسره کېږي او د سیالیو هدف د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټلو ته به لوړې ډالۍ ورکړل شي. مجاهد زیاته کړه، د دغو سیالیو له لارې هڅه کېږي ورزشکاران وهڅول شي، د هغوی ترمنځ یووالی او دوستانه اړیکې پیاوړې شي او په سیمه‌ییزه کچه نیزه‌وهنې ته وده ورکړل شي. بلال مجاهد وویل: «زموږ هدف دا دی چې د نیزه‌وهنې په څېر دودیزو لوبو ته په سیمه‌ییزه کچه وده ورکړو، ورزشکاران وهڅوو او د دوی ترمنځ یووالی او دوستانه اړیکې پیاوړې کړو. دغه سیالۍ د مقامونو ګټلو ترڅنګ د ورزش د ودې او د لوبغاړو د تجربو د زیاتولو لپاره هم دي.» نوموړي وویل، د بدني روزنې او ورزش اداره هڅه کوي چې د…

Quick facts

Locationپکتیکا
TopicSports
Sources1
Updated2026-08-28 08:02:04

Timeline

  1. Pajhwok

    غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-28 12:29:00

غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزه‌وهنې درې‌ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button